د کډوالۍ نړیوال سازمان (ای او ایم) راپور ورکړی، چې په هرات کې د سېلابونو له کبله شاوخوا ۸۰ کورنۍ زیانمنې شوې دي. د یاد سازمان د راپور له مخې په دغو سېلابونو کې کورونو او سړکونو ته هم زیان اوښتی دی. په راپور کې ویل شوي، چې په سیمه کې د کډوالۍ نړیوال سازمان مرستندویه ډلې شته او د زیانمنو د اړتیاوو پر ارزولو او د بېړنیو مرستو پر وړاندې کولو بوخت دي. دا په داسې حال کې ده چې نن د پنجشنبې پر ورځ هم د هېواد په ۱۷ ولایتونو کې د واورې او باران ورېدو خبر ورکړل شوی دی.




































