په کندهار ولایت کې د ا.ا د رهبر، شیخ هبتالله اخندزاده په امامت د اختر لمونځ ادا شوی دی. شیخ هبت الله د اختر د لمانځه پر مهال د عدالت د ټینګښت ترڅنګ له مسولینو غوښتي چې له یو بل سره بدنیتی و نه کړي. هغه ویلي، دا د خلکو حق دی چي پوښتنه وکړي چي حکومت کوم خوا ته روان دی. نوموړي په خپلو خبرو کې د بهرنیانو او د هغوی د فرمایش منونکو د تباهۍ هیله وکړه. بلخوا د اسلامي امارت رییسالوزرا، ملا محمد حسن اخوند په خپل اختریز پیغام کې له هغو کسانو سره د مرستې او لاسنیوي غوښتنه کړې چې د پاکستاني پوځ د بمباریو له امله زیانمن شوي او یا له ګاونډیو هېوادونو راستانه شوي دي.




































