د افغانستان د بزکشي ملي لوبډلې د مغولستان پر وړاندې په بریا سره د دې نړیوالو سیالیو بل پړاو ته لار پیدا کړه. په دې لوبه کې د افغانستان چاپندازانو د خپل سیال پر وړاندې پیاوړې لوبه وکړه او په پای کې یې د ۷-۰ په ستر توپیر بریا خپله کړه. دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان ملي لوبډلې تر دې وړاندې په خپلو دوو سیالیو کې د روسیې او هنګري لوبډلې هم ماتې کړې وې. د بزکشي نړیوالې سیالۍ له څو ورځو راهیسې د ۹ هېوادونو په ګډون د قزاقستان په کوربهتوب روانې دي.




































