د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې استازولۍ پر خپله اېکس پاڼه د کوچني اختر د رارسېدو په مناسبت ټول افغان ولس ته مبارکي ویلي او د سولې او خوښۍ هیله یې څرګنده کړې ده. اروپایي ټولنې په خپاره کړي پیغام کې زیاته کړې چې هیله لري کوچنی اختر د ټولو لپاره د رڼا، خوښۍ او ارامۍ نوې فصل وي. په پیغام کې همداراز راغلي چې اروپایي ټولنه «نن او هره ورځ» د افغانانو تر څنګ ولاړه ده.




































