د کوچني اختر لمونځ نن په سپیدار ماڼۍ کې د کډوالو او راستنېدونکو چارو د وزیر مولوي عبدالکبیر په حضور کې ادا شو. په دې مراسمو کې د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي، د اسلامي امارت یو شمېر مسؤولینو، په کابل کې د دوستو هېوادونو سفیرانو او دیپلوماتانو، علماوو او مجاهدینو ګډون کړی و. مولوي عبدالکبیر د اختر د مبارکۍ ترڅنګ وویل، دا اختر په داسې حال کې نمانځل کېږي چې سیمه او نړۍ له بېلابېلو تحولاتو او تاوتریخوالي سره مخ ده، چې د ثبات لپاره ګواښ بلل کېږي. هغه ټینګار وکړ چې د افغانستان سیاست اقتصادمحوره او د ښه ګاونډیتوب پر اصولو ولاړ دی، خو هېچا ته به اجازه ورنکړل شي چې د هېواد په حاکمیت او کورنیو چارو کې لاسوهنه وکړي. نوموړي د پاکستان وروستي بریدونه وغندل او ویې ویل چې جګړه د دواړو هېوادونو په ګټه نه ده.مولوي عبدالکبیر د خبرو اترو او دیپلوماتیک حل ملاتړ څرګند کړ او زیاته یې کړه چې افغانستان د سولې خبرو ته چمتو دی، خو د هر ډول یرغل پر وړاندې به د خپل هېواد دفاع کوي.




































