د هېواد پخواني ولسمشر حامد کرزي د کوچني اختر او نوروز په مناسبت هېوادوالو ته مبارکي ویلې او د هغوی لپاره یې د روغتیا، خوښۍ او ارامۍ دعا کړې ده. هغه هیله څرګنده کړې چې خلک دا ورځې له خپلو کورنیو سره په خوښۍ تېرې کړي. هغه د پاکستان پوځي رژیم وروستي بریدونه غندلي او ټینګار یې کړی چې د بهرني تېري پر وړاندې درېدل د ملي یووالي او د علمي پیاوړتیا له لارې ممکن دي. حامد کرزي همداراز ویلي چې د نوي تعلیمي کال په پیل سره باید د ټولو زدهکوونکو، هلکانو او نجونو پر مخ ښوونځي او پوهنتونونه پرانیستل شي او ښځو ته د کار زمینه برابره شي، څو هېواد پرمختګ وکړي او د خپل حاکمیت د دفاع توان زیات کړي.




































