په قطر کې د افغانستان د سفارت سرپرست ویلي، چې د ا.ا د چارواکو نومونه باید د ملګرو ملتونو له تور نوملړه لرې شي، ځکه په خبره یې، دا د افغانستان او نړۍ ترمنځ د تعامل پر وړاندې لوی خنډ دی. په دوحه کې د اسلامي امارت د سفارت سرپرست، سهیل شاهین ټینګار کړی چې نړۍواله ټولنه باید دا نوملړ له منځه یوسي، څو کابل وکولای شي خپل دریځ او سیاستونه له نړۍوالو سره له نږدې شریک کړي. تردې مخکې، د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې د چین استازي هم د اسلامي امارت پر چارواکو د لګېدلو بندیزونو د لرې کولو غوښتنه کړې وه.




































