د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي په خپله اېکس پاڼه لیکلي، زموږ د بنسټیزو تاسیساتو پر وړاندې د اسراییلو د برید په ځواب کې موږ د خپل ځواک یوازې یوه کوچنۍ برخه وکاروله. نوموړي ویلي چې د زغم یوازینی دلیل د تاوتریخوالي د کمولو غوښتنې ته درناوی و. عراقچي خبرداری ورکړی چې که زموږ تاسیسات بیا په نښه شي، نو هېڅ ډول زغم به ونه ښودل شي. نوموړي دغه راز ویلي چې د دې جګړې هر ډول پای باید زموږ ملکي تاسیساتو ته د اوښتي زیان مسئله هم په کې حل شي.




































