د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) استازي تاجالدین اویوالي په خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې افغانستان دا مهال په نړۍ کې د راستنېدونکو له ستر کړکېچ سره مخ دی. نوموړي ویلي، د ملګرو ملتونو ډلې هڅه کوي ډاډ ترلاسه کړي چې راستنېدونکي ماشومان او کورنۍ روغتیايي خدمتونو، تغذیې، پاکو اوبو او نورو اړینو ملاتړو خدماتو ته لاسرسی ولري. د یونیسف استازي ټینګار کړی چې د اوسني وضعیت د مدیریت او د راستنېدونکو د اړتیاوو د پوره کولو لپاره «په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ځواب ورکولو طرحه» بېړني او دوامدار ملاتړ ته اړتیا لري. تر دې وړاندې هم ملګرو ملتونو اعلان کړی و چې له پاکستان او ایران څخه د افغان کډوالو د پراخ راستنېدو د څپې د مدیریت لپاره یې له خپلو شریکانو سره په ګډه «د ۲۰۲۶ کال د افغان راستنېدونکو د ځواب ورکولو طرحه» خپره کړې ده.

































