د پانګونې بینالوزارتي کمېټې په نوبتي غونډه کې د کابل ښار د لومړۍ ناحیې اړوند د مالیې وزارت پر ځمکه د درېیو سوداګریزو مارکېټونو د جوړولو طرحې تایید شوې. دغه راز دې غونډه کې د کابل ښار په یوولسمه ناحیه کې هم د سوداګریز مارکېټ د جوړولو په طرحه له بحث وروسته اړونده ادارو ته راجع شوه ؛ ترڅو یې مالي، تخنیکي او اقتصادي اړخونه وڅېړي. د چارواکو په خبره، د دغو پروژو عملي کېدل به د پانګونې د پراختیا، کاري فرصتونو د رامنځته کېدو او د ښار اقتصادي ودې کې مهم رول ولوبوي.

































