د پنجشېر ځايي مسوولینو نن د دغه ولايت له کانونو د تازه استخراج شویو زمردو د پلورلو خبر ورکړی دی. د دغه ولایت ویاند سیف الدین لټون ويلي چې یو ځل بیا د هېواد پر سوداګرو ۱۱ زره ۸۴۲ قيراطه زمرد د ۴ میلیونه ۷۷۰ زره ۳۶۰ افغانیو په ارزښت د کانونو د څارنې کمېټې، د سیمه ییزو چارواکو او سوداګرو په شتون کې د داوطلبۍ له لارې وپلورل شول. نوموړي زیاته کړه، چې تر دې وړاندې هم د بولۍ له لارې د هېواد پر سوداګرو زرګونه قیراطه زمرد پلورل شوي دي.
































