د سارک د غړو هېوادونو د ۲۰۲۴–۲۰۲۵ مالي کال راپور ښيي چې افغانستان د نړۍوالو بندیزونو، محدودو بازارونو او د شتمنیو د کنګل کېدو له ننګونو سره سره خپل اقتصادي او مالي ثبات ساتلی دی. د راپور له مخې، د افغانستان بانک د پولي سیاست ټول کلني اهداف په بریالیتوب سره پوره کړي او د نغدیني مدیریت په برخه کې یې د پام وړ پرمختګونه لرلي دي. راپور زیاتوي چې د هېواد مالي سکټور د ودې او ثبات پر لور روان دی. همداراز د بانکي خدماتو د پراختیا او مالي سکتور د پیاوړتیا لپاره یو شمېر اصلاحات او نوښتونه هم عملي شوي دي.
































