هندوستان وایي چې په افغانستان کې د سولې د هر ډول هڅو ملاتړ کوي او د ګاونډیو هیوادونو ترڅنګ له ټولو ښکیلو اړخونو سره په اړیکه کې دی. د هند د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي، چې نړۍ ښه پوهیږي چې پاکستان په افغانستان کې کوم کارونه وکړل. په افغانستان کې د هندوستان د موجودیت په اړه د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي د تبصرې په غبرګون کې، د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند اریندم باګچي ویلي، چې نړۍ ته ښه معلومه ده چې پاکستان په افغانستان کې څه وکړل. د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر څو ورځې مخکې په یوه مرکه کې ویلي وو، چې د هند له خوا په پاکستان کې د شر پارونې په خاطر د افغانستان له خاورې د کار اخيستلو له امله سخت رنځ وړي.
































