ډفېنس ون ورځپاڼې ویلي، چې ولسمشر غني ته په داسې حال کې د افغان جګړې مسوولیت ورله غاړې کېږي چې حالات ډېر ترینګلي دي. ورځپاڼې ویلي دغه جګړه چې امریکا غواړي افغان حکومت ته یې وسپاري، ګټل کېدای نه شي. ورځپاڼې دغه راز له سپینې ماڼۍ غوښتنه کړې ده چې د جهموري غوښتونکو هغه غوښتنه رد کړي چې وایي ولسمشر بایډن باید له افغانستان څخه د خپلو ځواکونو پر وتلو له سره غور وکړي. سرچینې څرګنده کړې چې اوس کار تر کار تېر دی، امریکا چې په شل کاله کې افغان جګړه ونه ګټله له دې وروسته یې هم نه شي ګټلی، اړینه ده خپل ځواکونه وباسي خو افغان حکومت ته باید پوره توجه ولري.
































