وروسته تر هغه چې پاکستان ادعا وکړه چې تحریک طالبان پاکستان، په افغانستان کې د دوی ضد فعالیتونه کوي، د افغانستان بهرنیو چارو وزارت یې ادعا رد کړې او زیاته کړې یې ده چې د ټيټيپي هسته په افغانستان کې نشته ده. یاد وزارت ویلي چې دوی د خپل هېواد د ملي امنیت پالیسي له مخې، له ترهګرۍ سره بې توپیره مبارزه کوي او هیڅکله کومې ترهګرۍ ډلې ته اجازه نه ورکوي چې افغان خاوره د نورو پر ضد وکاروي. بهرنیو چارو وزارت دغه راز له ګاونډیو هېوادونو ځانګړې توګه له پاکستانه غوښتنه کړې ده چې له ترهګرۍ سره بې توپیره مبارزه وکړي او نور دې اجازه نه ورکوي چې ترهګر یو بل سره نه پرې کېدونکي اړیکې ولري او د افغانستان امنیت او ثبات له ګواښ سره مخ کړي.
































