د رومانیا حکومت ویلي چې دوی وړمه شپه له افغانستان د خپلو سرتېرو وروستۍ ډله هم ایستلې ده. سرچینه کاږي چې دوی په افغانستان کې په خپل ماموریت کې بریالي وو او د ناټو په چوکاټ کې یې د نړیوال امنیت لپاره فعالیت ترسره کړی دی. د روان کال له فبرورۍ بیا تر جون میاشتې پورې رومانیا په افغانستان کې شاوخوا شپږ سوه عسکر لرل چې وړمه شپه یې وروستۍ ډله هم له افغانستان ایستلې او دلته یې شمېر صفر ته راښکته شوی دی. رومانیا وایي چې له ۲۰۰۲ز کال راهیسې یې شاوخوا ۳۲ زره عسکرو په افغانستان کې ماموریت ترسره کړی دی. له طالبانو سره د دوحې د هوکړې پر بنسټ ډېری هېوادونو له افغانستان خپل سرتېري ایستلي دي او دا لړۍ ادامه لري.
































