شنبه, مارچ 7, 2026
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
    القره داغي: د مسلمانانو ترمنځ جګړه حرامه ده

    غزني کې د ۱۳۰ میګاواټه لمریزې برېښنا دستګاه جوړیږي

    مجاهد: که کابل ویشتل کېږي نو اسلام اباد به هم ویشتل کېږي

    یوناما: د پاکستان هوايي بریدونو کې ۵۶ تنه ملکي وګړي شهیدان شوي

    اوچا: د پاکستان هوايي بریدونو کې ۵۴ ملکي وګړي شهیدان شوي دي

    رییس الوزرا: ا.ا د مذاکراتو له لارې د ستونزو پر حل باور لري

    علي رضا رحمت: د ایران او افغانستان سوداګري په عادي ډول روانه ده

    هلمند کې د اوبو رسولو یوې شبکې د جوړېدو چارې پیل شوې

    دوجاریک؛ د پاکستان او افغانستان ترمنځ نښتو کې د ملکي وګړو د ساتنې پر اړتیا ټینګار کړی

  • سیمه
    منځني ختیځ کې په تېرو ۵ ورځو کې تر ۲۰زره ډېرې الوتنې لغوه شوې

    قطر؛ د امریکا سفارت ته نږدې سیمو اوسېدونکي نورو سیمو ته لېږدول شوي

    الجزیره: تېرو ۵ ورځو کې په ایران کې تر زرو زیات کسان وژل شوي دي

    د ایران دفاع وزارت: تر اوسه مو پرمختللې وسلې نه دي کارولي

    پر ایران د امریکا او اسراییلو له بریدونو وروسته ۳ زره الوتنې لغوه شوې

    پوتین: روسیه چمتو ده د سیمې د ثبات لپاره له ټولو فرصتونو ګټه واخلي

    پاکستان کې د لاریونونو پرمهال ۱۶ کسان وژل شوي دي

    رویټرز: سیمه کې د جګړې له پراخیدو سره د تیلو بیه۱۰سلنه زیاته شوې ده

    یونیسکو: د زده‌کوونکو وژل د نړیوالو بشردوستانه قوانینو جدي سرغړونه ده

  • نړۍ
    ټرمپ: د وسلو د تولید کچه څلور برابره لوړوو

    امریکا د ایران په جګړه کې هره ورځ نږدې ۹۰۰ میلیونه ډالره لګښت لري

    راپورونه: د اپسټین د قضیې ورک شوي اسناد به بېرته خپاره شي

    نیوزیلینډ؛ له منځني ختیځه د خپلو ۳زره وګړو د اېستلو لپاره دوه پوځي الوتکې استوي

    ډونالډ ټرمپ: ایران له موږ مخکې د برید پلان درلود

    د پنا غوښتنې اداره: تیر کال غوښتنلیکونو کې ۲۰ سلنه کموالی راغلی

    فوربس: د ایران ارزانه ډرونونه د میلیونونو ډالرو دفاعي سیستمونه ماتوي

    ټرمپ: امریکا پر ایران د روان برید څلور موخې لري

    قطر کې د هر ډول ډرون الوتکو پر استعمال بندیز ولګېد

  • اقتصاد

    مجاهد: له ایران سره د سوداګریزو توکو انتقالات په نورمال ډول روان دي

    د پنجشېر څه باندې ۳۶۰۰ قيراطه زمرد وپلورل شول

    د نورالدین عزیزي په مشرۍ یوه پلاوي ازبکستان ته سفر کړی دی

    لغمان؛ د یوه کانال د بیارغولو چارې پیل شوې دي

    سمنګان؛ په مرکز ایبک ښار کې د ۹ پراختیايي پروژو چارې بشپړې شوې

    افغانستان ته د روسيې د نفتي توکو په صادراتو کې زیاتوالی راغلی

    اقتصادي کمېسیون؛ د عوایدو زیاتېدو او د اوبو د لېږد طرحې تایید کړې دي

  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • ژوند او روغتیا
  • نړیوال خبرونه
  • معلوماتي خپرونې
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
    • کتاب
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result

اسیا د لوړو زده کړو موسسه

حمیدالله حمیدي

Spogmai Radio by Spogmai Radio
اگست 1, 2021
in پوهنتون
0 0
0
اسیا د لوړو زده کړو موسسه
0
شریک شوی
0
لیدونکي
Share on FacebookShare on Twitter

اسیا د لوړو زده کړو موسسه چې په هرات ولایت کې موقعیت لري، د ۱۳۸۹ کال په وروستیو کې د هرات د دولتي پوهنتون د ۱۷ استادانو لخوا تاسیس شوه. د اسیا د لوړو زده کړو موسسې د مالي او اداري معاون ښاغلي هارون حازم په وینا، دوی د پیل پر مهال درې پوهنځي (اقتصاد، حقوق او سیاسي علوم او انجنیري) درلودل چې اوسمهال هم اسیا د لوړو زده کړو موسسه د یادو دریو پوهنځیو او شپږو دېپارتمنتونو په چوکاټ کې خپلې درسي چارې پر مخ بیایي.

د ښاغلي حازم په وینا، د اسیا د لوړو زده کړو موسسې د دریو پوهنځيو دېپارتمنتونه په دې ترتیب دي: اقتصاد پوهنځی یې د مدیریت دېپارتمنت، حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي یې د قضا او څارنوالۍ دېپارتمنت او انجنیري پوهنځي یې د سېول او ارکټیک دېپارتمنتونه لري.

ښاغلي هارون حازم وویل، دوی د اسیا د لوړو زده کړو په موسسه کې ټول شاوخوا ۱۵۰۰ محصلین لري چې له دې ډلې یې ۲۰ سلنه ښځینه محصلینې دي او پاتې نور یې نارینه محصلین تشکیلوي.

ښاغلي هارون حازم همدا راز زیاته کړه، چې دوی تر دې دمه له یادې موسسې څخه په ۱۲ دورو کې شاوخوا ۲۸۰۰ محصلین فارغ او ټولنې ته یې د خدمت په موخه وړاندې کړي دي.

د ښاغلي حازم په خبره، اسیا د لوړو زده کړو موسسه هر کال د شاوخوا ۱۰۰۰ نوو محصلینو د جذب ظرفیت لري، خو دا چې د محصلینو د کمزوري اقتصادي وضعیت او د کار بازار د خرابوالي له امله د نوو محصلینو د جذب کچه توپير کوي، نو دوی هم هر کال خپلو مختلفو پوهنځیو ته له ۵۰۰ څخه تر ۷۰۰ پورې نوي محصلین جذبوي او د لوړو زده کړو اسانتیاوې ورته برابروي.

د اسیا د لوړو زده کړو موسسې د مالي او اداري معاون ښاغلي هارون حازم په وینا، دوی د محصلینو اقتصادي وضعیت ته په کتو له څو کلونو راپدېخوا په ټوله کې په خپل سمیستروار فیس کې تر ۴۵ سلنې پورې تخفیف په پام کې نیولی دی او پر دې سربېره، د دولتي ادارو کار کوونکو، د هغوی د کورنۍ غړو او همدارنګه ښځینه محصلینو ته ځانګړی تخفیف وړاندې کوي.

ښاغلي حازم زیاته کړه، دوی د ورځې په دوو درسي ټایمونو کې خپل محصلین د لوړو زده کړو لپاره را غواړي چې یوه یې سهارنۍ دوره ده، چې د سهار په شپږو بجو پيل کېږي او بله یې ماښامنۍ دوره ده چې له غرمې وروسته پیل کېږي او د ماښام تر څلور نیمو بجو پورې دوام کوي.

ښاغلي هارون حازم وویل چې دوی د خپلو محصلینو لپاره مجهز کتابتون لري، چې تر ۱۲۰۰۰ جلده پورې ګټور کتابونه پکې دي. نوموړي زیاته کړه چې د یادو کتابونو له ډلې ۱۰۰۰۰ جلده کتابونه یې د خپلو دریو پوهنځیو د دېپارتمنتونو اړوند تخصصي کتابونه دي او پاتې نور یې عمومي کتابونه دي چې محصلین کولای شي وخت نا وخت مراجعه ورته وکړي، مطالعه یې کړي او خپل د اړتیا وړ مالومات ترې تر لاسه کړي.

ښاغلي حازم په خپلو خبرو کې زیاته کړه، دا چې له نورو داخلي او باندنیو پوهنتونونو او علمي مرکزونو سره نیکې علمي اړیکې او تفاهم لیکونه درلول د یوه پوهنتون او په ځانګړې توګه د لوړو زد کړو د خصوصي موسسو او پوهنتونونو له لویو او بنسټیزو موخو څخه ګڼل کېږي، څو یې پر بنسټ وکولای شي یو د بل له علمي امکاناتو او تجربو ګټه واخلي؛ نو پر همدې اساس اسیا د لوړو زده کړو موسسه په هېواد کې دننه او له هېواده د باندې له ځینو پوهنتونونو او علمي مرکزونو سره تفاهم لیکونه او علمي اړیکې لري چې له دې ډلې کولای شو د هند هېواد له دریو پوهنتونونو او همدارنګه د ایران هېواد له یوه پوهنتون سره په علمي برخه کې تفاهم لیکونو ته اشاره وکړو. همدا راز اسیا د لوړو زده کړو موسسه په هېواد کې دننه له یوه دولتي پوهنتون او ۶ خصوصي پوهنتونونو سره د دوو اړخیزو علمي همکاریو تفاهم لیکونه هم لري.

ښاغلي هارون حازم همدا راز وویل، دوی د اسیا د لوړو زده کړو په موسسه کې ټول ۷۵ استادان لري چې له دې ډلې یې ۲۲ د همدې موسسې د علمي کدر غړي او دایمي استادان دي او پاتې نور یې په قراردادي ډول دنده تر سره کوي. د نوموړي په خبره، په یادو ۷۵ استادانو کې له ۸ څخه تر ۱۰ سلنې پورې ښځینه استادانې دي او پاتې نور یې نارینه استادان دي چې له هغوی څخه یوه لویه برخه استادان یې د دوکتورا تر کچې لوړې زده کړې لري او پاتې نور یې د ماسټرۍ او لېسانس په کچه تحصیلي سند لري.

د ښاغلي حازم په وینا، دا چې د لوړو زده کړو خصوصي موسسو ته څه موده مخکې د لوړو زده کړو وزارت لخوا د دیپلومونو د ورکړې لړۍ ودرېده، نو له همدې امله دوی هم د اسیا د لوړو زده کړو له موسسې څخه فارغو محصلینو ته په لوړو زده کړو وزارت کې ثبت او راجستر شوي سرټېفېکټونه ورکوي، څو یې له حقوقو او امتیازاتو ګټه واخلي.

ښاغلي هارون حازم همدا راز زیاته کړه، چې دوی د خپلو محصلینو د علمي سویې د لا بډاینې په موخه ځینې امکانات او اسانتیاوې لري، چې په دې برخه کې یې ډېری ټینګار د پوهنځیو د درسي مضامینو اړوند پر عملي کارونو باندې دی، چې تر ډېره حده پاملرنه  ورته شوې ده. د ښاغلي حازم په وینا، په دې برخه کې دوی د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي محصلینو ته د عملي زده کړو په موخه فعال حقوقي کلینیک جوړ کړی، څو د قضا او څارنوالۍ دېپارتمنت محصلین خپل زده کړي موضوعات په عملي بڼه زده کړي او په یاده برخه کې تجربه تر لاسه کړي. همدارنګه یې د اقتصاد پوهنځي په برخه کې تجاري کلینیک رامنځته کړی چې د یاد کلینیک په چوکاټ کې د هرات ولایت له ځینو خصوصي شرکتونو سره متقابله همکاري لري، چې پر بنسټ یې محصلینو ته د حسابدارۍ، مارکېټېنګ، مالي او بشري سرچینو په برخه کې مشورې ورکول کېږي او تر څنګ یې په یاده برخه کې د محصلینو لپاره د عملي کارونو زمینه برابره شوې ده. همدارنګه د انجنیرۍ پوهنځي په برخه کې د سېول دېپارتمنت لپاره فعال او بډایه لابراتوار لري چې محصلین ترې د تجربې تر لاسه کولو لپاره ګټه اخلي او هغه زده کړې چې د لکچر په ډول یې تر لاسه کړې، په یاد لابراتوار کې په عملي بڼه زده کړي او ګټه ترې واخلي. پر دې سربېره، د خپلو محصلینو لپاره د ژبې تخصصي مرکز او د اسیا په نوم عالي ښوونیز مرکز لري چې په هغه کې لنډمهاله علمي او ښوونیز ورکشاپونه، سمینارونه، د انګلیسي ژبې او کمپیوټر پروګرامونه دایروي څو محصلین ترې د خپلې علمي سویې د لا بډاینې لپاره ګټه واخلي.

ښاغلي حازم زیاته کړه، دوی د موسسې د پرمختګ او بډاینې لپاره ځينې پلانونه لري. د نوموړي په وینا، دا چې خصوصي پوهنتونونه او د لوړو زده کړو موسسې د ارتقاع او پرمختګ لپاره لوړو زده کړو وزارت ته د اعتبار ورکړې پروسې بشپړولو ته اړتیا لري، نو اسیا د لوړو زده کړو موسسه هم تمه لري چې په نږدې دوو کلونو کې یاده پروسه بشپړه کړي او پر بنسټ یې د بازار له اړتیا سره سم نوي پوهنځي رامنځته کړي، موسسه یې د پوهنتون کچې ته ارتقاع وکړي او ورته نور هغه پلانونه عملي کړي چې اسیا د لوړو زده کړو موسسه یې د راتلونکو کلونو لپاره له ځان سره لري.

ښاغلي هارون حازم وویل، دا چې د لوړو زده کړو خصوصي موسسې او پوهنتونونه په افغانستان کې یوه نوې تجربه ده، نو هغه ډول چې تمه کېږي، د لوړو زده کړو وزارت لخوا پاملرنه نه ده ورته شوې، نو له لوړو زده کړو وزارت څخه غواړي څو د لوړو زده کړو خصوصي سکټور ته لا ډېره پاملرنه وکړي، د لوړو زده کړو د خصوصي او دولتي بنسټونو تر منځ دوه ګوني چلند ته دې پای ټکی کېږدي، د لوړ پوړو چارواکو لخوا په لوړو زده کړو وزارت کې شته تبعیض له منځه یوړل شي، د لوړو زده کړو د خصوصي موسسو لپاره جوړه شوې مقرره چې تر ډېره د لوړو زده کړو د خصوصي سکټور له روحیې سره مخالف دی او په ترڅ کې یې د لوړو زده کړو خصوصي موسسو ته ډېر قیودات په پام کې نیول شوي باید پاملرنه ورته وشي او ورته نورې هغه ستونزې او نیمګړتیاوې دي چې د حل لپاره یې باید د لوړو زده کړو وزارت لخوا لومړیتوب ورکړل شي، څو په یاده برخه کې شته خنډونه له منځه لاړ شي.

ShareTweet
Spogmai Radio

Spogmai Radio

  • amg
  • Home 1
  • Home 2
  • Privacy Policy
  • Privacy Policy
  • Sample Page
  • Sample Page
  • الرئيسية
  • الصفحة الرئيسية 2
  • الصفحة الرئيسية 3
  • الصفحة الرئيسية 4
  • الصفحة الرئيسية 5
  • زموږ سره اړیکه
  • کورپاڼه
Call us: +1 234 JEG THEME

Designed and Developed By Icode © 2020 SpogmaiRadio. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In