وال سټریټ ژورنال ورځپاڼې ویلي چې پنټاګون غواړي تر راتلونکو درېیو میاشتو پورې په عراق کې د خپلو پوځیانو شمېر ۳۵۰۰ ته راکم کړي. راپور د امریکا د دفاع وزارت د یو لوړپوړي چارواکي په حواله چې نوم یې نه دی خپور شوی ویلي، امریکا هڅه کوي په عراق کې د خپلو سرتېرو شمېر تر ټولو کمې کچې ته را ټیټ کړي. دغه چارواکي ویلي چې دا چاره به درې میاشتې وخت ونیسي او ممکن ورو ورو ټول امریکایي سرتېري له عراق څخه ووځي. که څه هم امریکایي چارواکو په رسمي توګه په دې اړه څه نه دي ویلي خو امریکا ته د عراق د لومړي وزیر مصطفی کاظمي د سفر په ترڅ کې داسې راپورونه خپاره شوي وو چې امریکا غواړي په درېیو میاشتو کې له عراق څخه خپل ټول ځواکونه وباسي.
































