د ایران د سپاه پاسداران ځواک مشر حسین سلامي ویلي، ایران به هیڅکله د قاسم سلیماني د وینې پور هېر نه کړي. نوموړي زیاته کړې، هغه کسان دې انتظار وباسي چې د سلیماني په وژنه کې یې لاس لاره. سلامي د خپلو خبرو پر دوام د امریکا هغه تور ته په اشارې چې ویلي یې وو، په جنوبي افریقا کې د امریکا سفیره لانا مارکس ایران وژلې ده وویل، دوی به هیڅکله د خپل پخواني مشر وینه د یوې ښځینه سفیرې په وینه ونه وینځي. هغه زیاته کړې، دوی پوهېږي چې د سلیماني په وژنه کې چا لاس لاره او په مناسبه موقع به یې د خپل عمل په سزا ورسوي.
































