د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي ویلي، تیار دی، چې د راتلونکې پنجشنبې په ورځ له خپل روسي سیال ولادیمیر پوتین سره په ترکیه کې وګوري او خبرې ورسره وکړي. نوموړي زیاته کړې: «زه په ترکیه کې پوتین ته منتظر یم او هیله لرم چې روسیه بهانې ونه لټوي.» که څه هم تر اوسه پورې لا رسمي نه ده تیاید شوې، چې آیا پوتین به د اوکراین سره په مستقیمو خبرو کې ګډون وکړي یا نه. خو مخکې له دې پوتین ویلي و چې هغه چمتو دی له اوکراین سره خبرې پیل کړي.