اینبيسي نیوز خبري شبکې راپور ورکړی چې د امریکال ولسمشر ډونالډ ټرمپ پرون د خپلې ولسمشرۍ دورې لومړی بهرنی سفر له سعودي عربستان څخه پیل کړی دی. د راپور له مخې ټرمپ به له سعودي وروسته قطر او متحده عربي اماراتو ته لاړ شي. نوموړي ویلي چې منځني ختیځ ته به یې سفر تاریخي وي. له دې وړاندې ټرمپ په سپینه ماڼۍ کې د منځني ختیځ او پر سوریې د بندیزونو احتمالي کمولو ته په اشارې ویلي و: «موږ د سعودي عربستان، متحده عربي اماراتو، قطر او نورو هېوادونو امنیت ډاډمن کوو.» د راپورونو له مخې، ټرمپ به په خپل دغه سفر کې د منځني ختیځ له دغو درېیو مشرانو سره د غزې جګړې، له ایران سره د مذاکراتو او لویو سوداګریزو راکړو په اړه خبرې وکړي.