په ترکیه کې د روسیې او اوکراین ترمنځ د سولې خبرو نوی پړاو پایته رسېدلی، چې پکې دواړو خواوو د زرو تنو جنګي اسیرانو د تبادلې پر سر هوکړه کړې ده. ترکي رسنیو د اوکراین د دفاع وزیر رستم عمراوف له قوله راپور ورکړی، چې په دې خبرو کې د اوربند او د دواړو هېوادونو د ولسمشرانو د احتمالي لیدنې موضوع هم یاده شوې ده. د روسیې د پلاوي مشر ولادیمیر مدینسکي ویلي، چې مسکو د خبرو له پایلو خوښ دی او د دواړو خواوو ترمنځ تماسونه به دوام ومومي.