د ایران ستر مذهبي مشر ایات الله علي خامنه اي نن د یوې وینا پر مهال د ایران اټومي پروګرام په اړه د تهران او واشنګټن ترمنځ روانو مذاکراتو ته په اشارې ویلي، امریکايي پلاوی باید خبرې اترې وکړي او له بې معنا خبرو دې ډډه وکړي. خامنه اي تازه ویلي، فکر نکوم د امریکا او ایران ترمنځ روان مذاکرات کومې نتیجې ته ورسیږي. د ایران مذهبي مشر د امریکا هغو څرګندونو ته چې ګنې تهران دې د یورانیمو له غني کولو لاس واخلي ویلي، دا تېروتنه ده او څوک د چا اجازې ته نه دي په تمه. هغه ویلي، ایران په دې برخه کې خپله پالیسي او تګلاره تعقیبوي. د ایران صدا وسیما خبري اژانس د راپور په بنسټ، د ایران مذهبي مشر د امریکا او غربي هېوادونو هغه ټینګار او نیت چې له مخې یې باید ایران یورانیم غني نکړي، ژمنه کړې چې یوه بله ناسته کې به خپل ملت ته په دې اړه بشپړ معلومات ورکړي.