د راپورونو له مخې د هند په شمال ختیځو سیمو کې د تېرو ۴ ورځو راهیسې د سختو سېلابونو او ځمکې ښووېیدنې له کبله لږترلږه ۳۴ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. د هند د هواپېژندنې ادارې په یاد هېواد کې د نورو درنو بارانونو وړاندوینه هم کړې ده. د حکومت په یوه بیان کې ویل شوي چې د دوشنبې په ورځ د همالیا په سیکیم ایالت کې بندپاتې له ۱۰۰۰ څخه ډېر سیلانیان اېستل شوي او د میګالیا ایالت کې د پوځ د ژغورنې ډلې په سېلاب ځپلو سیمو کې بند پاتې له ۵۰۰ څخه د ډېر کسانو د ژغورنې پر عملیاتو بوخت دي.