غزه کې د لوږې له امله ۱۵ کسان مړه شوي چې د اسراییلو له جګړې راهیسې هلته د لوږې او قحطۍ له امله د مړو شویو شمېر ۱۰۱ ته ورسېد. یوشمېر بهرنیو رسنیو نن راپور ورکړی چې د لوږې له امله دغو مړو شویو ۱۵ فلسطینیانو کې څلور ماشومان هم شامل دي. د غزې روغتیايي چارواکو تېره ورځ داسې مهال د دغو کسانو د مړو کېدو اعلان وکړ چې اسراییلي ځواکونو پر غزې بمبار او بریدونو ته دوام ورکړی.
































