د سيایاې پخوانی مدیر جان برنان، ولسمشر ټرمپ او د هغه زوم جارد کوشنر د سعودي خبریال جمال خاشقجي په قتل کې په لاس لرلو تورن کړي دي. نوموړي سي ان ان سره په تازه مرکه کې ویلي، د امریکا او سعودي تر منځ د ګډو ګټو پر بنسټ اړیکي ستایي خو هر هغه څوک چې د خپلو شخصي ګټو لپاره د چا د مرګ سبب کېږي باید وغندل شي او محاکمې ته راښکل شي. برنان د خپلو خبرو پر دوام زیاته کړې، له بده مرغه چې بن سلمان ته د خاشقجي د قتل امر ټرمپ او د هغه زوم ورکړی دی. هغه ویلي، بن سلمان یو مستبد حاکم دی او په وینا یې نوموړي تر اوسه خپل ډېر مخالفین شکنجه او یا هم له منځه وړي دي. برنان د دې خبرې په ځواب کې چې دا کارونه ولې پټ پاتې کېږي ویلي، بن سلمان د خلکو خوله په پیسو پټوي خو په وینا یې د وخت په تېرېدو به یې ټول حسابونه تصفیه شي.


































