یو شمېر اسلامي هېوادونو د غزې د اوربند د طرحې ملاتړ کړی دی. په ګډه اعلامیه کې چې د متحده عربي اماراتو، اردن، اندونیزیا، پاکستان، ترکیې، سعودي عربستان، قطر او مصر د بهرنیو چارو د وزیرانو له لوري خپره شوې، د اوربند ملاتړ اعلان شوی دی. په اعلامیه کې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ هغه پرېکړه ستایل شوې چې له اسراییلو یې غوښتي پر غزه له بمبارۍ لاس واخلي. اعلامیه همدارنګه د حماس هغه دریځ هم ستایي چې د اوربند طرحه یې منلې ده.
































