د «هنلي پاسپورت شاخص» د تازه راپور له مخې، د امریکا پاسپورټ د لومړي ځل لپاره د نړۍ د لسو پیاوړو پاسپورټونو له لېسته وتلی دی. په راپور کې راغلي، چې درې آسیایي هېوادونه سنگاپور، کوریا او جاپان اوس د نړۍ د تر ټولو پیاوړو پاسپورټونو په سر کې دي. د دې شاخص له مخې، امریکایي او مالیزیایي اتباع ۱۸۰ هېوادونو ته بېویزې تګ کولی شي، چې دواړه هېوادونه یې په ۱۲م مقام کې ځای پر ځای کړي دي. د راپور له مخې، د امریکايي پاسپورټ د ارزښت کمېدو لاملونه د بېویزې تګ د لغو کېدو پرېکړې، د نورو هېوادونو د ویزې اسانتیاوو زیاتوالی، او د یو شمېر هېوادونو د پالیسو بدلونونه دي. یاده دې وي، چې په ۲۰۱۴ کال کې امریکا د نړۍ تر ټولو پیاوړی پاسپورټ درلود، خو اوس د ۳۶ هېوادونو تر شا پاتې ده.
































