د نړیوالو رسنیو د راپورو له مخې په پېرو هېواد کې د یوې ترافیکي پېښې له کبله ۳۷ کسان مړه شوي او ۱۳ نور ټپيان دي. اېبيسي نیوز راپور ورکړی، چې د پېرو په سویل کې یو مسافر وړونکی بس یوې درې ته لوېدلی دی. د دې پېښې لامل لا څرګند نه دی. په پېرو کې مرګونې ترافیکي پېښې عامې دي. د روان کال په اګست میاشت کې هم په دغه هېواد کې د یوې ورته ترافیکي پېښې په پایله کې ۱۰ کسان مړه شوي وو. د پېرو (Peru) چې پلازمېنه یې لیما نومېږي، د سویلي امریکا په لوېدیځ کې موقعیت لري.
































