د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) خبر ورکړی، چې ایټالیا له افغانستان سره ۲.۸۹ میلیون ډالره نوې مرسته کړې ده. خبر ورکړی دی. اوچا ویلي چې دغه پیسې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د باور ځانګړي صندوق ته ورکړل شوې دي. اوچا زیاته کړې چې دغه مرسته به د مرستندویو بنسټونو وړتیا پیاوړې کړي، څو د بېړنیو حالاتو پر وړاندې ښه رسېدنه وکړای شي. دا په داسې حال کې ده، چې ایټالیا څو ورځې وړاندې هم له افغانستان سره دوه میلیون ډالر مرسته کړې وه. اوچا دغه راز ویلي، چې په ۲۰۲۶ کال کې به په افغانستان کې نږدې ۲۲ میلیون وګړي پر بشري مرستو تکیه ولري.

































