د لوګر ولایت د احصایې او معلوماتو ریاست مسوولینو خبر ورکړی، چې یاد ریاست په روان ۱۴۰۴ کال کې څه باندې ۱۹ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي دي. د مسوولینو په خبره دغه ریاست د روان ۱۴۰۴ کال په لړ کې ۲۱ زره ۵۴۸ کسانو ته د برېښنایي او ۱۳۰۰۰ زره کسانو ته د کاغذي پېژند پاڼو د وېش له درکه ۱۹ میلیونه ۳۶۳ زره افغانۍ عواید راټول او د دولت خزانې ته یې سپارلي دي.


































