چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home روغتیا او ژوند

تاسې څنګه پلان شوي یاست؟

ژباړه: امان الله حنیفي

Spogmai Radio by Spogmai Radio
دسمبر 8, 2020
in روغتیا او ژوند
0
تاسې څنګه پلان شوي یاست؟
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

You might also like

د کندوز په علي اباد ولسوالۍ کې ۳۰ بستریز روغتون جوړیږي

په هېواد کې د پولیو چټک واکسین کمپاین نن پيلیږي

افغانستان او ازبکستان د روغتیايي همکاریو پر پراختیا خبرې کړې

موږ ټول په ناخوداګاه کې پلان شوي یاستو، څو مو باورونه، فکرونه او غوښتنې په فعلي ډول راڅرګند کړو. د نورو له خبرو سره سره چې موږ ته یې کوي، ډېری هغه عوامل او څیزونه چې موږ یې خپله ځان ته وایو او د ژوند ټولې تجربې مو څه ښې او څه هم بدې، ټول پر دې پلان اغېز لري. له موږ ډېری داسې پلان شوي چې په ډېرې اسانۍ سره خوشاله کېږي او ژر بریا لاسته راوړي، په داسې حال کې چې د ټولنې اکثریت بیا له هغوی سره په څنګ کې داسې پلان شوي چې ژوند ورته تر هرڅه سخت دی.

بده خبره دا ده که موږ په فعاله ډول خپله دا برنامه او پلان بدل نه کړو، زموږ بالقوه وړتیاوې له منځه ځي او بالاخره زموږ ژوند له تېرو محدودیتونو، وېرو او ناامنیو سره تړل کېږي. موږ باید د معمولي اوسېدو د له منځه وړلو او هغو کارونو د بیا نه تکرار لپاره چې له امله یې موږ د ګناه احساس لرو او یا یې هم له امله د ناکامۍ احساس کوو یو پلان جوړ کړو.

ښه خبره دا ده که هر وخت موږ وغواړو کولای شو خپل پلان او د خپلې خوښې وړ یې برابر کړو. موږ کولای شو چې خپل پلان مو بدل کړو، څو مو پر وېرو، ناامنیو، بدو عادتونو او یا هم بل هر محدودوونکي عادت چې همدا اوس یې موږ لرو، برلاسي شو او په همدې ډول وشو کولای هغه ژوند ته چې موږ یې غواړو، لاسرسی پيدا کړو.

تاسې کولای شی له مثبتو باورونو په استفادې سره خپل ځان هغسې پلان کړی، څنګه یې چې تاسې غواړی او په راحتۍ سره په څو څو وارې تکرار سره ځان ته ووایئ: غواړم څنګه کس و اوسم؟ کوم څه ته رسېدل غواړم او څنګه کولای شم هغه ته ورسېږم؟

هر کار چې کوی، پر ځان ښه باور ولرئ او بالاخره ځان بریا ته ورسوئ. په کاپي تکرار سره ستاسې ناخوداګاه ضمیر بالاخره هغه څه چې تاسې یې وایئ، باور پرې کوي، هغه پيل کوي او د هغه پر اساس مخکې قدم اخلي او بالاخره دا هرڅه پر حقیقت بدلوي.

د کاغذ پر مخ ستاسې د باورونو لیکل تاسې ته دا امکان په لاس درکوي، څو د خپل ځان په اړه یو بل نوی ذهني انتخاب وکړی، هغه انتخاب چې کولای شي تاسې مطلبو شرایطو او ذهني حالت ته چې ستاسې ایډیال دي، ورسوي. د یو مثبت باور په وار وار تکرار له ذهن سره د هغه په منلو کې مرسته کوي، چې بالاخره د هغه په پایله کې ستاسې د افکارو، باورونو او کړنو د بدلون لامل ګرځي. له هغه ځایه چې تاسې کولای شی د خپل ځان لپاره باورونه انتخاب او جوړ کړی، کولای شی په داسې ډول یې ځان ته طراحي کړی چې له تاسې سره بریا ته په رسېدو کې د افکارو، باورونو او چارو په ښه والي کې مرسته وکړي.

د مثبتو باورونو د جوړولو لپاره درې ساده ګامونه

ستاسې د لومړي مثبت باور د جوړولو لپاره دغه درې ساده ګامونه پورته کوو:

لومړی ګام- تاسې رښتیا څه غواړی؟

د باورونو د لیکلو هدف دا دی چې ستاسې اندېښنې، باورونه، کړنې او عادات ستاسې په ذهن کې داسې پلان کړي چې د جذب، نوښت او مطلوبې بریا د لاسته راوړلو لپاره هغه که د ژوند په هره برخه کې وي، هغه حیاتي ارزښت ولري. نو پر دې اساس، د باورونو په جوړولو کې ښه ده چې د ژوند په هره برخه کې د ځان لپاره یو ایډیال وټاکئ.

تاسې کولای شی خپل باورونه په داسې شکل سره پلان کړی، څو د ژوند په هره برخه کې ستاسې لپاره ټاکل شوې بریا ولري. نو ښه ده چې ښه په شفاف ‌ډول په خپلو لیکنو کې هغه څه ولیکئ چې رښتیا یې تاسې غواړی او د ژوند په هره برخه کې د خپل ځان لپاره یو لرلید او یو ايډيال ذکر کړئ.

دویم ګام- ولې هغه څیزونه غواړی؟

هماسې لکه آدام استاک زما نږدې ملګري چې یوه ورځ ما ته ویل: «هوښیار خلک په «ولې» سره د هرڅه پيل کوي.» ټول غواړي چې خوشال، روغ او بریالي وي؛ خو هغه ته د رسېدو لپاره تر ښه پلان بل هېڅ بهتر څه نشته. هغه کسان چې د معمولي اوسېدو پر وېره برلاسي کېږي او ټولو هغو څیزونو ته لاسرسی پيدا کوي چې دوی یې غواړي، د دې ټولو لپاره یو فوق العاده «ولې» لري چې دا بیا هغوی ته ښه انګېزه ورکوي. هغوی کولا شي چې په ژوند کې د ځان لپاره یو مشخص هدف تعریف کړي، هغسې هدف چې د ژوند تر ټولو ستونزو او نیمګړتیاوو یې لوی وي. هغوی هره ورځ د خپلو هدفونو د لټې په احساس سره له خوبه راپاڅېږي.

په پوره باور سره تاسې همدا اوس په خپل وجود کې د هغه څه لپاره پوره پوهه، مهارت او دلایل لری کوم چې تاسې غواړی، هغه څه چې په لومړي قدم کې به هغه ته د رسېدو هڅه کوی. که د همدغه «ولې» ځواب کاملاً ستاسې لپاره واضح وي، هماغه دي چې هدفونه به مو محکم او هغه ته رسېدل به درته اسانه وي.

درېیم ګام- هغه ته د رسېدو لپاره باید پر کوم کس بدل شی؟

هماسې لکه زما لومړي مربي چې ما ته ویل، ستاسې ژوند یوازې هغه وخت ښه کېږي، کله چې تاسې خپل ځان منظم او ښه کړی. ستاسې بیروني نړۍ هغه وخت پرمختګ کوي، کله چې تاسې په ساعتونو ساعتونو وخت د هغه د پرمختګ لپاره ولګوئ. پر هغه کس بدلېدل چې تاسې باید شی او د لازمو کارونو تر سره کول؛ هغو څیزونو ته د رسېدو لازم شرطونه دي چې تاسې یې غواړی. هغه ته ژمن پاتې کېدل د دې باعث کېږي چې تاسې مو ژوند، کسب و کار، روغتیا او ګډ ژوند تر ټولو ښې او لوړې سطحې ته ورسوی.

Previous Post

یو شمېر لویدیځو؛ هېوادونو پر ملکیانو هدفي بریدونه غندلي دي

Next Post

ارګ: د نورو بندیانو خوشي کول په بین الافغاني مذاکراتو کې له پرمختګونو سره تړلي

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

د کندوز په علي اباد ولسوالۍ کې ۳۰ بستریز روغتون جوړیږي
افغانستان

د کندوز په علي اباد ولسوالۍ کې ۳۰ بستریز روغتون جوړیږي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
په هېواد کې د پولیو چټک واکسین کمپاین نن پيلیږي
افغانستان

په هېواد کې د پولیو چټک واکسین کمپاین نن پيلیږي

by Spogmai Radio
اگست 1, 2026
افغانستان او ازبکستان د روغتیايي همکاریو پر پراختیا خبرې کړې
افغانستان

افغانستان او ازبکستان د روغتیايي همکاریو پر پراختیا خبرې کړې

by Spogmai Radio
جولای 25, 2026
د کندهار په دامان کې د یوه روغتیايي مرکز د جوړېدو چارې پيل شوې
افغانستان

د کندهار په دامان کې د یوه روغتیايي مرکز د جوړېدو چارې پيل شوې

by Spogmai Radio
جولای 21, 2026
افغان او ازبکستاني چارواکو د روغتیايي همکاریو پر پراختیا خبرې وکړې
افغانستان

افغان او ازبکستاني چارواکو د روغتیايي همکاریو پر پراختیا خبرې وکړې

by Spogmai Radio
جولای 19, 2026
Next Post
ارګ: د نورو بندیانو خوشي کول په بین الافغاني مذاکراتو کې له پرمختګونو سره تړلي

ارګ: د نورو بندیانو خوشي کول په بین الافغاني مذاکراتو کې له پرمختګونو سره تړلي

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

د ايلون مسک خبرې د امریکا حکومت وشرماوه

د ايلون مسک خبرې د امریکا حکومت وشرماوه

مې 1, 2024
بلېنکن: افغانستان کې د بندي امریکایانو د خوشې کولو هڅې کوو

بلېنکن: افغانستان کې د بندي امریکایانو د خوشې کولو هڅې کوو

مارچ 25, 2023

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

روبیو: د هرمز تنګي د بېرته پرانېستلو په خبرو کې پرمختګ شوی
نړۍ

روبیو: د هرمز تنګي د بېرته پرانېستلو په خبرو کې پرمختګ شوی

اگست 5, 2026
په مزار شریف کې د روضې د بیارغونې بېړنۍ چارې پیل شوې
افغانستان

په مزار شریف کې د روضې د بیارغونې بېړنۍ چارې پیل شوې

اگست 5, 2026
Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved