د جوزجان ولایت په شبرغان ښار کې د کورنیو تولیداتو او صنعتي توکو دویم نندارتون د سیمهییزو مسوولینو، سوداګرو، صنعتکارانو، تولیدوونکو او یو شمېر اوسېدونکو په ګډون پرانیستل شو. د جوزجان والي قاري محمد اسماعیل راسخ د نندارتون د پرانیستې پر مهال وویل، د کورنیو تولیداتو ملاتړ او د صنعت پیاوړتیا د هېواد د اقتصادي ځانبسیاینې لپاره مهم ګام دی. نوموړي زیاته کړه، د کورنیو تولیداتو په پیاوړتیا سره به له نورو هېوادونو څخه د وارداتو اړتیا راکمه او د اقتصادي ودې او کاري فرصتونو د رامنځته کېدو زمینه برابره شي.














