د ټولګټو وزارت له لوري د پکتیکا ولایت له جانيخېل ولسوالۍ څخه تر تروې ولسوالۍ پورې د غځېدلې ۱۲۲ کیلومتره لویې لارې د لومړي پړاو د ۲۰ کیلومتره سړک د جوړولو چارې پیل شوې. د پکتیکا د ټولګټو چارو ریاست په وینا، د دې پروژې لګښت شاوخوا ۵۰۱ میلیونه افغانۍ دی او په ترڅ کې به یې د ۶۴ لویو او کوچنیو پلچکونو جوړول هم شامل وي. د چارواکو په خبره د پروژې په بشپړېدو سره به د جانيخېل، خوشامند، وازیخوا، وړممۍ، تروې، خیرکوټ او یوسفخېل ولسوالیو اوسېدونکو ته د تګ راتګ او ترانسپورتي چارو په برخه کې اسانتیاوې برابرې شي.














