له چين سره نږدې د نيپال په سرحدي سيمې کې د خټو ښوېدنې پېښه شوې، چې له امله يې د چین د شيځانګ د ژيکاځه ښار د جيلونګ ولسوالۍ په جيلونګ ځمکني بندر کې ډېرو وګړو ته مرګژوبله اوښتې او ځيني يې تر خټو لاندې شوي دي.
د چین ماليې وزارت او بېړنيو پېښو ته د رسېدنې وزارت په همدې ورځ سیمه يېزو اړوندو ادارو ته د ناورین ځپلو د ژغورلو لپاره ۱۲۰ ميليونه يوانه بسپنه ورکړې ده.
د چین د پرمختګ او اصلاحاتو ملي کمېټې په همدې ورځ په يادې سيمې کې د زېربناوو د بيا رغونې لپاره ځايي حکومت ته سل ميليونه يوانه ورکړي دي.













