د چين د څوارلسم ملي ولسي کانګرېس د دایمي کمېټې ۲۴مه څلور ورځنۍ غونډه د اګست په ۲۵ مې نېټې په بېجينګ کې پيل شوه.
يادې غونډې ته « د روان کال له پیل راهیسې د ملي اقتصادي او ټولنيز پرمختګ د پلان د تطبیق په اړه د دولتي شورا راپور» د تصويب لپاره وړاندې شوی دی.
د دولتي شورا په راپور کې ويل شوي، چې د روان کال په لومړۍ نيمايي کې د چين جي ډي پي یا ناخالص کورنی توليد د تېر کال د همدې مودې په پرتله ٪ ۴.۷ زيات شوی او د زیاتوالي ارزښت يې ۳.۶ ټريليونو يوانو ته رسېدلی دی، چې دا شمېر د تېرو پنځو کلونو د همدې مودې په پرتله په لومړي ځل زیات شوی دی.














