د امريکا ولسمشر ډونالډ ترمپ د اګست په ۲۶مې نېټې رسنيو ته ويلي، چې د دغه هېواد د سي ایي اې مشر راتکليف څو ورځې وړاندې له روسيې څخه ليدنه کړې ده.
نوموړي ويلي، راتکلیف ښايي په دغه سفر کې ځيني لاسته راوړنې ولري، خو په دې اړه يې نور تفصيلات نه دي ورکړي.
ټرمپ په همدې ورځ په يوه راډيويي مرکه کې د را تکليف دغه سفر نيمه رسمي بللی، خو وروسته يې بیا په اشارې ويلي، چې د نوموړي دغه سفر د روسيې او اوکراين په شخړې پسې تړاو درلود او په خبره یې، امريکا د شخړو د پای ته رسېدو لپاره هڅې کوي او هم د جګړې ښکيلې خواوې هيله لري چې جګړه پای ته ورسېږي.
د روسيې د ولسمشرۍ مطبوعاتي سکرتر پيسکوف د اګست په ۲۶مې نېټې مسکو ته د راتکليف سفر تائيد کړی او ويلي يې دي، چې ولسمشر ولاديمير پوتين ورسره نه دي ليدلي.













