د راپورونو له مخې ناپېژانده غلو د روسیې په جنوب کې په روستوف سیمه کې له یوې مهمې نظامي الوتکې د یوې سترې نظامي بټۍ لپاره جوړ شوي ځانګړي راډيويي وسایل غلا کړي دي. راپورونه وایي په دې توکو کې ۳۹ قطعې ځانګړي راډيويي وسایل شته دي چې یوې سترې اټومي هسته يي بټۍ ته لېږدول کېدل. کاروپوهان وایي دا وسایل له هغې الوتکې غلا شوي دي چې په ټوله روسیه کې څلور دانې دي، د اټومي فعالیتونو او د ولسمشر د لېږد لپاره کارول کېږي او له پیاوړو امنیتي تدابیرو برخمنې دي. روسیه تر دې دمه ددې پېښې د عاملینو په اړه د معلوماتو په پیدا کولو نه ده بریالۍ شوې او نه هم په دې اړه جزیات ورکړل شوي چې دغه توکي څه ډول له داسې یوې مهمې الوتکې غلا شوي دي.
































