د چين دولت رئيس شي جين پينګ د اګست په ۳۱مې نېټې د قرغېزستان په پلازمېنې بېشکېک کې د شانګهای همکارۍ سازمان د ۲۰۲۶م کال د سرمشريزې په څنډه کې د ازبکستان له ولسمشر شوکت ميرضيايف سره ليدلي او د دواړو هېوادونو پر اړيکو يې ورسره خبرې کړې دي.
شي جين پينګ له ازبکستاني سیال سره په خبرو کې ويلي، چې چين به د نړيوال وضعيت له بدلونونو سره سره له ازبکستان سره د دوستۍ د ژورتيا دريځ بدل نه کړي او له مشخص وضعيت سره سم د پرمختګ په مسير کې به د دغه هېواد د هڅو ملاتړ ته دوام ورکړي.
نوموړي د چين او ازبکستان د همکاريو د پياوړتيا هيله ښودلې او ويلي يې دي، چې دواړه هېوادونه دې د چين، قرغېزستان او ازبکستان ترمنځ د رېلپټلۍ ابادۍ ته باکيفيته وده ورکړي، د مصنوعي ځيرکتيا او د صحرايي کېدو د مخنيوي او ادارې په برخو کې دې همکارۍ زياتې کړي او په همکاريو کې دې د ګډو ګټو او ګډ پرمختګ پر اصل ټينګار ولري.
هغه ويلي، چين او ازبکستان دې د تګ راتګ د پياوړتيا تمايل وساتي، د کلتوري مرکزونو د جوړولو چارې دې چټکې کړي او د ښوونې او د بېوزلۍ د له منځه وړلو همکارۍ دې پراخې کړي.
شي جين پينګ زیاته کړې، دواړه هېوادونه دې د قانون د اجرا د خونديتوب له ميکانيزم څخه ښه استفاده وکړي او له ترهګرۍ، بېلتون غوښتنې او افراطيت سره دې ګډه مبارزه وکړي.
شوکت میرضیایف ويلي، ازبکستان له چين سره د اړيکو پر پراختيا ټينګار لري او متقابل سياسي باور به ورسره نور هم ټينګ کړي، د سوداګرۍ، پانګونې، کرنې، ټرانسپورټ، انرژۍ، کانونو او علمي ټېکنالوژۍ همکارۍ او کلتوري تګ راتګ به ورسره پياوړی کړي او ” له دريو ځواکونو “سره به ګډه مبارزه وکړي. نوموړي د يو چين پېژندنې پر دريځ ټينګار کړی او د شي جين پينګ د څلورو نړيوالو نوښتونو ستاينه يې کړې ده.
هغه زياته کړې، هېواد به يې له چين سره د شانګهای همکارۍ سازمان د پرمختګ او د نړيوال عدالت او برابرۍ د ساتنې لپاره ګډې هڅې وکړي.













