مصر ته د چين د دولت رئيس شي جین پينګ د رسمي سفر په درشل کې، د چين او مصر د اړيکو د جوړېدو د ۷۰مې کليزې د نمانځنې په پار کلتوري فعاليت د سپټمبر په لومړۍ نېټه د مصر په پلازمېنه قاهره کې تر سره شوی. دغه فعاليت د چين مېډيا ګروپ او د مصر د مطبوعاتي او ملي چارو وزارت لخوا جوړ شوی دی.
د مصر ولسمشر السيسي ياد فعاليت ته د مبارکۍ پيغام لېږلی. د چين او مصر څه باندې سل تنه سياسي، اقتصادي، کلتوري او رسنيزو شخصيتونو په دې فعاليت کې ګډون کړی او د يو شمېر رسنيزو همکاريو د لاسته راوړنو د خپرېدو شاهدان ګرځېدلي دي.













