مصر ته د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د رسمي سفر په درشل کې د ريل چينا په نوم د چيني فلمونو د نندارې فعاليت پرانيستل شوی.
نوموړی فعاليت د چين د فلمونو ملي ادارې او د مصر د فلمونو کمېټې تر ملاتړ لاندې د چين مېډيا ګروپ په کوربتوب جوړ شوی. د فعاليت پرانيستونکي مراسم د سپتمبر په لومړۍ نېټې د مصر په پلازمينه قاهره کې تر سره شول.
ټاکل شوې، چې ۵ غوره چيني فلمونه به د قاهرې په سينماوو کې نندارې ته وړاندې شي او د مصر کتونکو ته به د چين د فلمي صنعت پرمختګ او د چيني کلتور ځانګړی جذابيت وښيي.














