د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زاخارووا د سپتمبر په لومړۍ نېټه په یوه خبري ناسته کې وویل، جاپان، امریکا او آسټرالیا پلان لري چې د سپتمبر له ۸مې نېټې څخه تر ۲۴مې نېټې پورې د جاپان په هوکایډو او د روسیې پولې ته نږدې سیمو کې ګډ تمرین ترسره کړي. په تمرین کې به د امریکا د ټایفون توغندیو سیسټم وکارول شي کوم چې د منځني او لنډ واټن توغندیو د توغولو توان لري. د جاپان په خاوره کې د داسې وسایلو ځای پرځای کول به د روسیې امنیت ته ګواښ پېښ کړي او د روسیې لپاره په بشپړ ډول د منلو وړ اقدام نه دی.
زاخارووا وویل، د سپتمبر ۳مه نېټه د جاپان د پوځیتوب پر وړاندې د بریا او د دوهمې نړیوالې جګړې د پای ته رسېدو له یاد ورځې سره برابره ده. خو د جاپان حکومت لاهم په کلکه د دوهمې نړیوالې جګړې د پایلو له منلو څخه انکار کوي. د دغه هېواد د بیا پوځي کولو پالیسۍ او د خپل تیري د پټولو هڅې د ګاونډیو هېوادونو او د اسیا او ارام سمندري سیمې د ډېرو هېوادونو اندېښنې رامنځته کوي. زاخارووا د جاپاني چارواکو څخه وغوښتل چې خپل د ” سوله ییز اساسي قانون” دریځ ته بېرته راستانه شي.














