د چين د دولت رئيس شي جين پينګ ځانګړې استازې او د دغه هېواد د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د ملي کمېټې مرستيالې شيان هوی د زامبيا حکومت په بلنه د سپتمبر په لومړۍ نېټه د دغه هېواد په لوزاکا کې د ولسمشر هاکايندي هيچيليما د لوړې په مراسمو کې ګډون وکړ. ولسمشر هيچيليما بيا په دوهمه نېټه له نوموړې استازې سره ليدلي دي.
ځانګړې استازې د کتنې په ترڅ کې تر هر څه لومړی د چين د دولت رئيس شي جين پينګ نېکې هيلې او سلامونه وړاندې کړي او ويلي يې دي، چې چين نيت لري له زامبيا سره د دواړو مشرانو د مهمو موافقو په رڼا کې خپلمنځي دوديزې دوستۍ ته دوام ورکړي، متقابل سياسي باور او واقعي همکارۍ پياوړې کړي ، يو له بل څخه ټينګ ملاتړ وکړي، په نړيوالو چارو کې خپلمنځي همغږۍ زياتې کړي، د دواړو هېوادونو هراړخيز ستراتيژيک مشارکت ته لا ستر پرمختګ ورکړي او خلکو ته لا زياتې ګټې ورسوي.
د زامبيا نوي ولسمشر هيچيليما له چين څخه مننه څرګنده کړه چې له يوې اوږدې مودې راهيسې يې زامبيا ته قيمتي ملاتړ برابر کړی دی. د ده په خبره، هېواد به يې د يو چين پېژندنې پر اصولو ټينګار ولري، له چين سره به د نوې انرژۍ، ډيجیټلي اقتصاد او مصنوعي ځيرکتيا په شمول مختلفو ساحو کې د متقابلو ګټو پر بنسټ همکارۍ پراخې کړي.














