جمعه, سپتمبر 4, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Home نړیوال خبرونه

شي جین پينګ د مصر له ولسمشر عبدالفتاح السیسي سره خبرې اترې وکړې

Spogmai Radio by Spogmai Radio
سپتمبر 3, 2026
in نړیوال خبرونه
0
شي جین پينګ د مصر له ولسمشر عبدالفتاح السیسي سره خبرې اترې وکړې
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

د مصر ولسمشر عبدالفتاح السیسي او د چين دولت رئیس شي جین پينګ د سپتمبر د دويمې نېټې په سهار د قاهرې په لمر ماڼۍ کې خبرې اترې وکړې.

شي جين پينګ وویل، چين او مصر باید یو د بل ټينګ ملاتړ وکړي، د لوړپوړو چارواکو ترمنځ تګ راتګ دې وساتي، په بېلابېلو برخو او کچو کې دې خپلمنځي تبادلې او همکارۍ پیاوړې کړي او د حکومتولۍ په برخه کې دې د تجربو تبادلې او متقابلې زده کړې تقويه کړي. دويم، دواړه هېوادونه دې ګټې -ګټې همکارۍ پرمخ يوسي، د پرمختيايي ستراتېژيو وصل دې تقويه کړي، د زیربناوو، برق، کرنې او مخابراتي تخنيکونو په شمول دوديزو سکتورونو کې دې د همکاريو بالقوه ځواک فعال کړي او د زرغونو انرژيو، برقي موټرو، هوايي او فضايي چارو، ډيجيټل اقتصاد او عصري کرنيزو تخنيکونو په برخو کې دې د همکاريو نوې ځانګړتياوې رامنځته کړي. درېيم، دواړه هېوادونه دې خپلمنځي کلتوري تبادلې او د خلکو ترمنځ راشې درشې زیاتې کړي، په کلتور، ښوونې، ساينس او ټکنالوژۍ، روغتيا او سپورټ په برخو کې دې تبادلې او همکارۍ په هراړخيزه توګه پراخې کړي، د خلکو تګ راتګ او متقابل پوهاوی دې زيات کړي. څلورم، دواړه هېوادونه دې د امنيت په برخه کې همکارۍ پیاوړې کړي، له پولې هاخوا جرمونو سره دې ګډه مبارزه وکړي، د فساد ضد مبارزه کې دې نړيوالې همکارۍ ژورې کړي، د ترهګرۍ ضد مبارزه کې دې يو د بل له هڅو څخه دې ټينګ ملاتړ وکړي او ګډ امنيت دې وساتي. پنځم، دواړه خواوې باید نړيوالې څواړخيزې همکارۍ تقويه کړي، د ملګرو ملتونو او د برېکس هېوادونو په شمول څو اړخیزو پلاټفورمونو کې دې خپلمنځي همکارۍ او همغږي پياوړې کړي او په ګډو هڅو د چين او عربي هېوادونو ترمنځ او د چین او افريقا ترمنځ د همکارۍ فورمونو ته دې وده ورکړي، له يواړخيزم او بادارۍ سره دې ګډ مخالفت وکړي او د نړیوالې حکومتولۍ د لاعادلانه او معقول سیسټم د جوړولو لپاره دې ګډ کار وکړي.

You might also like

ګوترېش د امريکا او ايران د نوي پړاو شخړو له امله اندېښنې څرګندې کړې

په نيپال کې د ځمکې ښويېدنې له امله ۱۲۰۴ تنه مړه او ۴۲۱۶ تنه ورک شوي دي

اسرائيلي ځواکونو د لبنان په جنوب کې پر نبطيه بريدونه کړي

السيسي وويل، مصر د يو چین پېژندنې له اصل څخه ټينګ ملاتړ کوي او دواړو هېوادونو ترمنځ د هراړخيزو ستراتېژيکو همکاريزو اړيکو پرمختګ ته ژمن دی. مصر به له چین سره د سوداګرۍ او پانګونې، توليد، زیربناوو، مالي چارو، ساينس او ټکنالوژۍ او نويو انرژيو په برخو کې زياتې همکارۍ وکړي، په پوځي او امنيتي چارو کې به خبرې پياوړې او د خلکو تګ راتګ به زيات کړي، څو د دواړو هېوادونو خلکو ته زيات رفاه ورسوي او د سيمې په پرمختګ او سمسورتيا کې مرسته وکړي.

ولسمشر السیسي او مېرمن يې د همدې ورځې په ماسپښين په لمر ماڼۍ کې د شي جين پينګ او مېرمن يې د هرکلي مېلمستيا هم ترسره کړه.

Previous Post

شي جين پينګ او پنګ لي يوان د مصر له ولسمشر او د ده له مېرمن سره د دغه هېواد له ملي موزیم څخه لیدنه وکړه

Next Post

اسرائيلي ځواکونو د لبنان په جنوب کې پر نبطيه بريدونه کړي

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

ګوترېش د امريکا او ايران د نوي پړاو شخړو له امله اندېښنې څرګندې کړې
نړیوال خبرونه

ګوترېش د امريکا او ايران د نوي پړاو شخړو له امله اندېښنې څرګندې کړې

by Spogmai Radio
سپتمبر 3, 2026
په نيپال کې د ځمکې ښويېدنې له امله ۱۲۰۴ تنه مړه  او ۴۲۱۶ تنه ورک شوي دي
نړیوال خبرونه

په نيپال کې د ځمکې ښويېدنې له امله ۱۲۰۴ تنه مړه او ۴۲۱۶ تنه ورک شوي دي

by Spogmai Radio
سپتمبر 3, 2026
اسرائيلي ځواکونو د لبنان په جنوب کې پر نبطيه بريدونه کړي
نړیوال خبرونه

اسرائيلي ځواکونو د لبنان په جنوب کې پر نبطيه بريدونه کړي

by Spogmai Radio
سپتمبر 3, 2026
شي جين پينګ او پنګ لي يوان د مصر له ولسمشر او د ده له مېرمن سره د دغه هېواد له ملي موزیم څخه لیدنه وکړه
نړیوال خبرونه

شي جين پينګ او پنګ لي يوان د مصر له ولسمشر او د ده له مېرمن سره د دغه هېواد له ملي موزیم څخه لیدنه وکړه

by Spogmai Radio
سپتمبر 3, 2026
مېرمن پنګ لي يوان د مصر د ولسمشر له مېرمنې سره  د لاسي صنایعو له یوه نندارتون څخه لیدنه وکړه

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

د کابینې غونډه کې د بې کیفیته تېلو د وارداتو د مخنیوي په اړه خبرې شوي

د کابینې غونډه کې د بې کیفیته تېلو د وارداتو د مخنیوي په اړه خبرې شوي

دسمبر 2, 2025
ایران: د خواف ـ هرات پټلۍ به یوه کال کې ټوله فعاله شي

ایران: د خواف ـ هرات پټلۍ به یوه کال کې ټوله فعاله شي

اپریل 19, 2025

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

ګوترېش د امريکا او ايران د نوي پړاو شخړو له امله اندېښنې څرګندې کړې
نړیوال خبرونه

ګوترېش د امريکا او ايران د نوي پړاو شخړو له امله اندېښنې څرګندې کړې

سپتمبر 3, 2026
په نيپال کې د ځمکې ښويېدنې له امله ۱۲۰۴ تنه مړه  او ۴۲۱۶ تنه ورک شوي دي
نړیوال خبرونه

په نيپال کې د ځمکې ښويېدنې له امله ۱۲۰۴ تنه مړه او ۴۲۱۶ تنه ورک شوي دي

سپتمبر 3, 2026
اسرائيلي ځواکونو د لبنان په جنوب کې پر نبطيه بريدونه کړي
نړیوال خبرونه

اسرائيلي ځواکونو د لبنان په جنوب کې پر نبطيه بريدونه کړي

سپتمبر 3, 2026
شي جین پينګ د مصر له ولسمشر عبدالفتاح السیسي سره خبرې اترې وکړې
نړیوال خبرونه

شي جین پينګ د مصر له ولسمشر عبدالفتاح السیسي سره خبرې اترې وکړې

سپتمبر 3, 2026
شي جين پينګ او پنګ لي يوان د مصر له ولسمشر او د ده له مېرمن سره د دغه هېواد له ملي موزیم څخه لیدنه وکړه
نړیوال خبرونه

شي جين پينګ او پنګ لي يوان د مصر له ولسمشر او د ده له مېرمن سره د دغه هېواد له ملي موزیم څخه لیدنه وکړه

سپتمبر 3, 2026
مېرمن پنګ لي يوان د مصر د ولسمشر له مېرمنې سره  د لاسي صنایعو له یوه نندارتون څخه لیدنه وکړه
نړیوال خبرونه

مېرمن پنګ لي يوان د مصر د ولسمشر له مېرمنې سره د لاسي صنایعو له یوه نندارتون څخه لیدنه وکړه

سپتمبر 3, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ