چين د سپتمبر د ۱۰مې نېټې د ماسپښين په ۵ بجو د جيو چوان د سپوږمکيو توغولو مرکز کې د CZ-4B راکټ له لارې په برياليتوب سره د لرې واټن کنټرولېدونکې ۵۳مه او ۵۶مه سپوږمکۍ فضا ته وتوغولې.
يادې سپوږمکۍ ټاکلي فضايي مدار ته رسېدلې دي او د توغولو دنده يې په برياليتوب بشپړه شوې ده.
د معلوماتو له مخې، يادې سپوږمکۍ د ساينسي ازموينو، د ځمکنيو سرچينو د پلټنې، د کرنيزو محصولاتو د توليدي اندازې د وړاندوينې او د پېښو د مخنيوي په برخو کې کارول کېږي.














