د چين د خدماتي سوداګرۍ د ۲۰۲۶م کال نړيوال نندارتون اوس په پلازمېنه بېجينګ کې روان دی. “بېجينګ ورځ” فعاليت چې د دغه نندارتون له برخو څخه يو دی، د سپتمبر په ۱۰ مه نېټه پیل شوی او پر مهال يې بېجينګ ته د پانګونې د راجلبولو غونډه کې د نړۍ د مخکښو ۵۰۰ پياوړو تصديو، نړيوالو سازمانونو او سوداګریزو موسسو څه باندې ۵۰۰ استازو ګډون کړی دی.
د بېجينګ ښار د پانګونې د خدماتي مرکز مشرې وويل، چې د ياد فعاليت په موده کې د ۳۶ پروژو په اړه تړونونه لاسليک شوي، چې د علمي او ټکنالوژيکي نوښت، د ځيرکو محصولاتو د توليد او عصري خدماتي سکتور په شمول له ۱۲ صنعتونو سره تړاو لري او عمومي ارزښت يې له ۴۴ ميليارد يوانو څخه اوښتی دی.














