د هند لومړي وزیر نرېندرا مودي د برېکس په سرمشریزه کې د نړۍوالې سوداګرۍ د دوام لپاره د سمندري لارو پر خوندي ساتلو او د کښتیو د کارکوونکو پر خوندیتوب ټینګار کړی. هغه ویلي، د اکمالاتي ځنځیرونو ثبات او د نړۍوالې سوداګرۍ وده یوازې د خوندي سمندري لارو او د کښتیو د ازاد تګ راتګ له لارې ممکنه ده. د هند لومړي وزیر د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره هم د سمندري سوداګرۍ پر وړاندې د لوېدیځې اسیا او تورې بحیرې د شخړو د اغېزو په اړه خبرې کړې دي. مودي ویلي، د برېکس هېوادونه د نړۍ شاوخوا نیمایي نفوس او ۴۰ سلنه نړۍوال ناخالص کورنی تولید جوړوي او د نړۍوال اقتصاد مهم ځواک بلل کېږي.














