د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق (یونیسف) وایي، له څه باندې ۵۰۰ نجونو او تنکیو افغان ځوانانو سره د تخنیکي مهارتونو د پراختیا او کاري بازار ته د چمتووالي په برخه کې مرسته شوې ده. یونیسف پر خپله اېکس پاڼه لیکلي چې په افغانستان کې ماشومان او تنکي ځوانان د ملاتړ وړ دي. د دغه بنسټ په وینا، دا پروګرام د نړیوال بانک په ملاتړ پلي شوی او ګډونوالو پکې اړین تخنیکي مهارتونه زده کړي دي. یونیسف زیاتوي، ټاکل شوې دغه ځوانان په ۲۰۲۶ کال کې کاري بازار ته داخل شي.














