د چين د خدماتي سوداګرۍ د ۲۰۲۶م کال نړيوال نندارتون د سپتمبر په ۱۳مه نېټه پای ته ورسېد. له ۴۰۰ څخه زیاتو هغو تصدیو چې د نړۍ په مخکښو ۵۰۰ لویو تصدیو کې شاملې دي، په روان نندارتون کې ګډون درلود. د نوموړو تصدیو مسؤلینو وویل، دوی اوس ۳ نوي فرصتونه ترلاسه کوي: نوښت، نړیواله سوداګري او ورخلاصون.
د ایلی لیلي شرکت(Eli Lilly and Company)لوړ پوړې مرستیالې وانګ لي وویل چې د چین د نوښت توان په تېرو لسیزو کې په دوامداره توګه لوړ شوی او ایلی لیلي شرکت چین د نړیوال نوښت لپاره یو مهم ځواک ګڼي. دا شرکت پلان لري چې په راتلونکو ۳۰ کلونو کې په چین کې د نوښتي پرمختګ لپاره د ۳ ملیارډو ډالرو پانګونه وکړي.
په چین کې د ناروې د سفارت سوداګریز مستشار هنینګ کریستوفرسن وویل چې د چین د خدماتو سوداګرۍ به وده وکړي او د ناروې شرکتونه به د چین په بازار کې د ګډون لپاره لازیات فرصتونه ولري.













