د رسنیو د راپورونو له مخې د ایران حکومت د اټومي انرژۍ نړیوالې ادارې ته په یوه لیک کې لیکلي چې دوی د یورانیمو د لا ډېرو غني کولو پرېکړه کړې ده. ایراني حکومت ویلي چې ددوی د هېواد پارلمان د یورانیمو د غني کولو سپارښتنه کړې ده او دوی به یې هم ژر په خپلو اټومي بټیو کې فعالیتونه پيل کړي. د اټومي انرژۍ نړیوالې ادار هم دا تایید کړې چې ایران ورته د یورانیمو د غني کولو احوال ورکړی دی خو ددغه کار د پيل کره نېټه یې نه ده په ګوته کړې. د اټومي انرژۍ نړیوالې ادارې بیا ویلي چې دوی به له ټولو اړخونو سره تر مشورو وروسته د ایران پر دې پرېکړه خپل دريځ وښيي.
































